AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۱ ۱۹:۲۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85745783
T T
۰ Persons

Tags

د وردګ-لوګر نږدې ۵۰ کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړون لاسلیک شو

کابل- ایرنا- د ټولګټو وزارت ویاند د وردګ- لوګر د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو تړون د لاسلیک اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس نن یکشنبه د سلواغه ۲۱مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني له دوو کورنیو شرکتونو سره د ۷۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د میدان وردګ- لوګر د سړک د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

ده زياته کړه: د ميدان وردګ-لوګر سړک دوې برخې او ټولټال ۴۹ کيلومتره اوږدوالی او ۱۲۰ پُلګوټي پکې شامل دي.

حق‌شناس د دې په څرګندولو سره چې د دغه سړک د جوړولو چارې به د ۱۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي، وویل: د دغه سرک لومړی برخه ټولټال ۱۷.۴ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د شاوخوا ٤٧٣ میلیونو او ٨٨٤ زره افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له ايچکو ساختماني شرکت سره قرارداد شوي دي.

د حق‌شناس د معلوماتو له مخې، د دغه سړک دويمه برخه ټولټال ۳۱.۶ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د ٢٣٩ میلیونو او ٤٤٨ زره افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له تابش اميد ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوي دي.

 د ایرنا د خبر له مخې، تېره اوونۍ پنجشنبه د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د هرات-کندهار د اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين او سروې اړوند پنځه تړونونه د شاوخوا ۲۶۴ ميليونو افغانيو په ارزښت له پنځو شرکتونه سره لاسليک کړل.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .